د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬غونډه كښې د نوې پاك سېكرټرېټ كوهسار بلاك جاج واخستې شو

اسلام آباد 12 جولائی (اے پی پی)د نوې پاك سېكرټرېټ (كوهسار بلاك)آپرېشنل كولو په اړه د پېشرفت جاج اخستلو لپاره غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔د هاؤسنګ اينډ وركس سېكتر او د پي ډبليو ډي عمومي ډائرېكټر وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې كوهسار بلاك آپرېشنل كولو په اړه به نور كار تر راروانه مياشت بشپړ شي۔د هرې محكمې او وزارت ضروريات په …

اسلام آباد 12 جولائی (اے پی پی)د نوې پاك سېكرټرېټ (كوهسار بلاك)آپرېشنل كولو په اړه د پېشرفت جاج اخستلو لپاره غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔د هاؤسنګ اينډ وركس سېكتر او د پي ډبليو ډي عمومي ډائرېكټر وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ده ووئيل چې كوهسار بلاك آپرېشنل كولو په اړه به نور كار تر راروانه مياشت بشپړ شي۔د هرې محكمې او وزارت ضروريات په نظر كښې نيولو سره د دفتر ځاې به آلاټ كولې شي۔ دې سره به د بېلو سركاري محكمو او وزارتونو د يو چھت لاندې كېدو سره وګړو ته اسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د ځاې په الاټمنټ كښې به هغه وزارتونو او محكمو ته ترجيح وركولې شي كوم چې د كرايې په ودانو كښې مېشته دي۔وفاقي وزير اړوند چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د نوې پاك سېكرټرېټ بشپړ كېدو لپاره دې هر ډول ضروري مرسته وكړې شي