اسلام آباد 12 جولائی (اے پی پی)د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې مسلم ليګ(ن)د كوم امتيازي سلوك نه غېر سپيځلې احتساب غواړي۔په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د شريكې تحقيقاتي ډلې(جے آئي ټي)راپور متعصبانه دے٬ دې لپاره مسلم ليګ(ن)دا چېلنج كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ(ن) مشرتابه د آئين او قانون سرلوړۍ سره سره په سپځلتي احتساب باور لري او دغه وجه ده …
مسلم ليګ(ن)د كوم امتيازي سلوك نه غېر سپيځلې احتساب غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جولائی (اے پی پی)د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې مسلم ليګ(ن)د كوم امتيازي سلوك نه غېر سپيځلې احتساب غواړي۔په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د شريكې تحقيقاتي ډلې(جے آئي ټي)راپور متعصبانه دے٬ دې لپاره مسلم ليګ(ن)دا چېلنج كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ(ن) مشرتابه د آئين او قانون سرلوړۍ سره سره په سپځلتي احتساب باور لري او دغه وجه ده چې زمونږ قيادت د ټولو تحفظاتو باوجود خپل ځان جے آئي ټي ته وړاندې كړې۔ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان په ضد يو كيس درج دې د كوم ځواب چې اليكشن كمېشن كښې جمع كولو څخه هغه د تېرو دريو كلونو څخه ډډه كوي











