غونډه كښې د واپډا چيئرمېن د غېر موجودګۍ په سوب د ناراضګۍ څرګندونه٬هغه ته دې شوكاز نوټس جاري كړې شي

اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی)د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د نهې پھ ورځ پھ پارليمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد شاه پھ مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو شېخ روحيل اصغر٬جنېد انوار چوهدري٬ارشد خان لغاري٬عاشق حسېن ګوپانګ٬رانا افضال حسېن٬ډاكټر عذر افضل٬سناتورې شري رحمان٬شاهد اختر علي٬شېخ رشيد احمد٬ډاكټر درشن٬سناتور اعظم سواتي او راجه جاوېد اخلاص پشمول د اړوند سركاري ادارو اعلٰی …

اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی)د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د نهې پھ ورځ پھ پارليمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد شاه پھ مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو شېخ روحيل اصغر٬جنېد انوار چوهدري٬ارشد خان لغاري٬عاشق حسېن ګوپانګ٬رانا افضال حسېن٬ډاكټر عذر افضل٬سناتورې شري رحمان٬شاهد اختر علي٬شېخ رشيد احمد٬ډاكټر درشن٬سناتور اعظم سواتي او راجه جاوېد اخلاص پشمول د اړوند سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ د اوبو او برېښنا وزارت د آډټ اعتراضاتو جاج په مهال د واپډا چيئرمېن د غېر موجودګۍ په سوب د ناراضګۍ څرګندونه كړې او سپارښتنه يې كړې چې د واپډا چيئرمېن ته دې شوكاز نوټس جاري كړې شي او سبا دې هغه راوبللې شي كه بيا هم رانغلو نو د ګرفتارۍ وارنټ دې جاري كړې شي۔ده ووئيل چې پي اے سي د پارلمان تر ټولو مهم فورم دې او د دې نه زيات كوم مصروفيات مهم نه وي۔ده ووئيل چې د واپډا چيئرمېن او سي اوز د غېر موجودګۍ كښې د اوبو او برېښنا آډټ اعتراضات نه شو اورېدلې۔د اوبو او برېښنا سېكتر يوسف نسيم كهوكهر باور وركړو چې د واپډا چيئرمېن او دسټري بيوشن كمپنو چيف ايګزېكټو افسرانو غونډه كښې موجودګي به باوري كولې شي۔د پي اے سي چيئرمېن سپارښتنه وكړه چې د واپډا چيئرمېن پشمول څوك هم غونډه كښې موجود نه وو د پبلك اكاؤنټس كمېتۍ غونډې ټول خرڅ دې د هغه د تنخا نه پوره كړې شي