وفاقي وزيرانو پانامه دستاويزات كيس كښې د شريكې تحقيقاتي ډلې راپور بې بنسټھ او د تضاداتو مجموعه ګرځولو سره رد كړې

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو پانامه دستاويزات كيس كښې د شريكې تحقيقاتي ډلې راپور بې بنسټھ او د تضاداتو مجموعه ګرځولو سره رد كړې او د دې په ضد ئې په سپريم كورټ كښې د قانوني جنګ كولو اعلان كړې۔ پھ جے آئي ټي كښې شامل څلورو غړو ته د قانوني معاملو هېڅ تجربه نشته٬جے آئي ټي غړو مخامخ كېدونكو ته دړكې وركولې او تر ټولو …

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو پانامه دستاويزات كيس كښې د شريكې تحقيقاتي ډلې راپور بې بنسټھ او د تضاداتو مجموعه ګرځولو سره رد كړې او د دې په ضد ئې په سپريم كورټ كښې د قانوني جنګ كولو اعلان كړې۔ پھ جے آئي ټي كښې شامل څلورو غړو ته د قانوني معاملو هېڅ تجربه نشته٬جے آئي ټي غړو مخامخ كېدونكو ته دړكې وركولې او تر ټولو مهم ګواه بيان رېكارډ نه كړې شو۔د دې خيالاتو څرګندونه د وفاقي وزيرانو احسن اقبال٬خواجه محمد آصف٬شاهد خاقان عباسي او د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله د ګل پھ ورځ پي آئي ډي كښې شريك خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د جے آئي ټي په راپور كښې كوم دليل يا مستند مواد نشته٬ده راپور عمران نامه ګرځولو سره ووئيل چې د جے آئي ټي راپور هم د دهرنا ون او ټو په ډول ناكام شوې او مونږ دا ردي ګرځولو سره مسترد كوو۔د جے آئي ټي راپور د سياسي مخالفينو د تورونو ترجماني كوي۔ده ووئيل چرته هم د كومې اثاثې سره د وزيراعظم تعلق ثابت شوې نه دې۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)د پاكستان د سياست ديوار چين دې۔وفاقي وزير خواجه آصف ووئيل د انصاف د رسنې په لړ كښې مونږ ته په ستره محكمه باور دې٬مونږ به سترې محكمې ته خپل تحفظات وړاندې كوو او په دې لړ كښې به بشپړ قانوني جنګ كوو٬د جے آئي ټي راپور كښې د رحمان ملك پھ مسوده انحصار زيات شوې۔ده ووئيل د جے آئي ټي ټوله كاروائي دې پبلك كړې شي۔ده ووئيل زمونږ د مېنډېټ پھ ضد چې كله هم سازش شوې او مسلم ليګ(ن)اخوا كړی شوې نو زمونږ ووټ بينك زيات شوې۔ده ووئيل وزيراعظم ته نن هم اولسي مېنډېټ ترلاسه دې او هغه د ووټرانو د خواهش ترمخه پھ اقتدار كښې دې۔د پیټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ووئيل جے آئي ټي راپور د تضاداتو مجموعه ده٬مونږ به دا تضادات په ستره محكمه كښې په ډاګه كوو۔د وزيراعظم مرستيال بېرسټر ظفر الله خان ووئيل جے آئي ټي كښې شامل څلور غړي په قانوني معاملو هېڅ تجربه نه لري كه دې غړو ته وړاندې كېدونكې به يرولې شو او دوي ته به دړكې وركولې شوې او د ټولو مهم ګواه بيان رېكاډ نه كړې شو۔ده ووئيل د جے آئي ټي راپور د پي ټي آئي راپور دې۔ده ووئيل جے آئي ټي د سترې محكمې د حكم ترمخه د 13 پوښتنو ځواب لټولو په ځاې په خپله د ټرائل كورټ كردار ترسره كړو۔