د خارجه دفتر هندي دوهم هائي كمشنر بيا راغوښتلو سره د سيز فائر په پرله پسې خلاف ورزيو كولو سخت احتجاج

تېره ورځ هندي ځواكونو په چړي كوټ او ستوال سېكټر كښې د سيز فائر لوظنامې خلاف ورزي كولو سره ناترسه ډزې وكړې۔ د ډزو په نتيجه كښې د يوې انجونې په شمول 3 وګړي ووژل شول۔ د خارجه دفتر وياند اسلام آباد ۔ 9 جولائی (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې د هندي قابض ځواك لخوا د اېل او سي خلاف ورزي كولو په نتيجه كښې د 3 وګړو په …

تېره ورځ هندي ځواكونو په چړي كوټ او ستوال سېكټر كښې د سيز فائر لوظنامې خلاف ورزي كولو سره ناترسه ډزې وكړې۔ د ډزو په نتيجه كښې د يوې انجونې په شمول 3 وګړي ووژل شول۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد ۔ 9 جولائی (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې د هندي قابض ځواك لخوا د اېل او سي خلاف ورزي كولو په نتيجه كښې د 3 وګړو په شهادت د اتوار په ورځ خارجه دفتر د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ يو وارې بيا راغوښتلو سره ده ته د سيز فائر لوظنامې په پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سخت احتجاج وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه تېره ورځ هندي ځواكونو په چړي كوټ او ستوال سېكټر كښې د سيز فائر لوظنامې خلاف ورزي كولو سره ځائي آبادي په نښه كړه چې په نتيجه كښې ئې د يوې انجونې په شمول 3 وګړي شهيد كړې شول۔ په دې ډي جي ساؤت آسيا ډاكټر فېصل هندي دوهم هائي كمشنر ته خط وليكلو۔ كوم كښې چې ده ته ووئيلې شو چې د عامو وګړو وداني په نښه كول د غندنې وړ كار دے۔ او دا ګام د بشري حقونو او بشري خواخوږۍ سره د د اړوند قانونو په ضد دے۔ ده په هند زور راوړو چې هغه دې د كال 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې احترام وكړي او په كنټرول لائن دې امن په ځائې وساتي۔