وزیراعظم نواز شریف (نن)د داسو هائیډرو پاور منصوبې تعميراتي كار پرانسته كوي

اسلام آباد ۔ 09 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم نواز شریف (نن)د داسو هائیډرو پاور منصوبې تعميراتي كار پرانسته كوي۔ دې منصوبې څخه به 4320 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ دا منصوبه د كوهستان ضلعې داسو سيمه كښې په اباسين جوړولې شي۔ د داسو هائیډرو پاور منصوبې سائټ د ديار بھاشا سائټ څخه د 74 او اسلام آباد څخه د 350 كلوميټر په مسافت دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم …

اسلام آباد ۔ 09 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم نواز شریف (نن)د داسو هائیډرو پاور منصوبې تعميراتي كار پرانسته كوي۔ دې منصوبې څخه به 4320 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ دا منصوبه د كوهستان ضلعې داسو سيمه كښې په اباسين جوړولې شي۔ د داسو هائیډرو پاور منصوبې سائټ د ديار بھاشا سائټ څخه د 74 او اسلام آباد څخه د 350 كلوميټر په مسافت دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم هاؤس څڅه جاري شوي بيان ترمخه په منصوبه به دوه پړاؤنو كښې عملدرآمد كولې شي۔ دې منصوبې څخه به 2160 مېګاواټ بريښنا ترلاسه كولې شي د منصوبې پي سي ون لپاره اېكنك مارچ 2014 كښې د 486,093 ملین روپو منظوري وركړې وه۔ د اولني پړاؤ په تعمير به نزدې 4.2ارب ډالر مصرف كولې شي۔ نړيوال بانك د 824ملین ډالر قرضه راكړې۔ د باقي پاتې فنډز انتظام به واپډا د خپلو وسائلو څخه وكړي۔ حکومت د وړاندې نه د ځائي بانكو کنسورشیم سره د 144 ارب روپو انتظام كړې۔ منصوبې لپاره په مجموعي توګه 9917 اېکړ زمكې ته اړتيا ده۔ زياتره زمكه ترلاسه كړې شوې۔ ځپليو ته تر دې دمه 1131ملین روپۍ وركړې شوي دي۔ دا منصوبه نه يوازې د هېواد بلكې خېبر پختونخوا صوبې له هم يو مهم پرمختيائي سكيم دے۔