سي پېك سره د توان په اړوند منصوبو كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارول به د هېواد د اوږدې مودې پرمختګ او استحكام كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د چين د سائنس او ټېكنالوجي وزير ګانګ وان سره خبرې

اسلام آباد ۔ 8 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سي پېك سره د توان په اړوند منصوبو كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارول به د هېواد د اوږدې مودې پرمختګ او استحكام كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده د خالي په ورځ د چين د سائنس او ټېكنالوجي وزير ګانګ وان سره خبرې كولې چا چې اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر …

اسلام آباد ۔ 8 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سي پېك سره د توان په اړوند منصوبو كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارول به د هېواد د اوږدې مودې پرمختګ او استحكام كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده د خالي په ورځ د چين د سائنس او ټېكنالوجي وزير ګانګ وان سره خبرې كولې چا چې اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته كښې مثبت پېشرفت روان دے او د اوسنۍ دورې په موقع په شويو پرېكړو عملدرآمد سره به په دې مهمه څانګه كښې مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل سي پېك د اقتصادي مرستې غوره مثال دے۔ اولس مشر ووئيل چين او پاكستان دوه مضبوط ورونړا٬ ستراتيجيكي شراكتدار او ښه ګاونډيان دي۔ ممنون حسېن ووئيل پاكستان چين سره تجارتي اړيكو لا زياتولو له به خپلې هڅې روانې ساتي۔ په دې مهال د چين وزير ووئيل د چین او پاکستان د سائنس او ټېکنالوجی په شمول په بېلو څانګو كښې په ګډه د كار كولو يو اوږد تاريخ دے۔ ده پاكستان كښې د مېري ټائم ٬ صنعت ٬ پائيو ډائي ورسټي ٬ متبادل توان ٬ زلمو سائنسدانانو له د جوائنټ سائنټفک لېبز جوړولو په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې كولو هم پېشكش وكړو۔