داخله وزير په اسلام آباد ایئر پورټ د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر لخوا دوه افغانانو مېرمنو سره د بدتميزۍ سخت نوټس واخست

اسلام آباد ۔ 06 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په اسلام آباد ایئر پورټ د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر لخوا دوه افغانانو مېرمنو سره د بدتميزۍ سخت نوټس اخستې دې۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه د داخله وزير په امر اړوند افسر په سمدستي توګه معطل او نيولې شوې او د هغه …

اسلام آباد ۔ 06 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په اسلام آباد ایئر پورټ د اېف آئي اے اسسټنټ ډائرېكټر لخوا دوه افغانانو مېرمنو سره د بدتميزۍ سخت نوټس اخستې دې۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه د داخله وزير په امر اړوند افسر په سمدستي توګه معطل او نيولې شوې او د هغه په ضد پلټنې پېل كړي شوي ۔دغسې اېف آئي آر هم درج كړې شوې۔ وفاقي وزير داخله وزارت او د اېف آئي اے چارواكو ته امر وكړو چې بدتميزۍ كښې ككړ اهلكار معطل كول او د هغه په ضد پلټنې كافي نه دي۔ داسې وګړې بايد ونيولې شي او د دې معاملې سپېځلې او بې پرې پلټنې وكړې شي۔ ده ووئيل د اېف آئي اهلكار بايد خپله قبله سمه كړي او وګړو سره ښه سلوك وكړي ګني د دوئي په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ كوم غېر ملكي مېلمه سره ناروا سلوك به ونه زغملې شي