كوهاټ٬ د زمكې په شخړه ډزې٬ شپږ د تره زامن مړه٬ 4 ټپيان

پېښور 04 جون (اے پي پي) د كوهاټ په ډهري بانډه بېلي ټنګ كښې د زمكې په شخړه د ډزو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 4 ټپيان شوي۔ پوليس له مخې د جمعې په ورځ په ياده شوې سيمه كښې د دوو ډلو ترمېنځه د زمكې شخړې له امله د ډزو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 4 سخت ژوبل شوي۔ ژوبل شوي او مړي ډي اېچ كيو روغتون كوهاټ ته منتقل كړې شوي۔ پوليس له مخې دواړه ډلې خپل مينځ كښې د تره زامن وو او شخړه د زمكو د وېش وه۔