پېښور ۔30مئی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير اپر چترال كښې د مسافرو ګاډي درياب ته د پرېوتوپېښه كښې د 9 كسانو په حق رسېدو د افسوس او غم دړډ څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ دغمرازۍ خپل پېغام كښې اعلی وزير حق رسېدليو له د بخښنې او غم جنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔ دې نه وړاندې اعلی وزير د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د اپر چترل انتظاميې او رېسكيو ادارو ته د پښی ځائې ته د رسېدو او د پې دركه وګړو لټون له د ټولو اقداماتو باوري كولو هدايت وكړو۔ په دې مهال اعلی وزير حسن ګھړۍ كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې د څلور كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے پېښه كښې حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي