خېبر پختونخوا كښې د كورونا وائرس شرح لا كمه شوه۔ تېمور جهګړا

پېښور ۔29مئی(اے پی پی) خېبر پختونخوا كښې د كورونا وائرس كېسونو شرح لا كمه شوې ده۔ د روغتيا صوبائي وزير تمېور جھګړا له مخې تېره ورځ نور 364 نوې كېسونه رپورټ شول چې ورسره د كورونا كېسونو شرح لا كمېدو سره 4.6 فصده شوې ده۔ دا مهال 1046رنځوران روغتونونو كښې داخل دي۔ صوبه د كورونا كېسونو شمېره 5 زره 551 ده۔ تېره ورځ په 27 ضلعو كښې مثبت شرح 5 فيصده يا دې نه كمه ريكارډ كړې شوه۔ دغسې دا شرح کوهاټ كښې 21 فیصده، بره دیر كښې 18او پېښور كښې 9 فیصده ريكارډ كړې شوه