بلين ټري سونامي پراجېكټ د ځنګلونو بحالۍ او پراختيا په لړ كښې خپل هدفونه ترلاسه كړل

پېښور۔29 مئی(اے پی پی) بلين ټري سونامي نړۍ كښې اولنۍ منصوبه جوړه شوې ده كومې چې د ځنګلونو بحالۍ او پراختيا په لړ كښې ټول مقصدونه ترلاسه كړي دي۔ د منصوبې تر سېوري لاندې نه يوازې خېبر پختونخوا بلكې ټول پاكستان كښې د حياتياتي تنوع تحفظ وده كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ د ځنګلونو زياتوالي سره فضا كښې د كاربن مقدار كم شوے دے۔ د پاكستان بلين ټري منصوبه په …

پېښور۔29 مئی(اے پی پی) بلين ټري سونامي نړۍ كښې اولنۍ منصوبه جوړه شوې ده كومې چې د ځنګلونو بحالۍ او پراختيا په لړ كښې ټول مقصدونه ترلاسه كړي دي۔ د منصوبې تر سېوري لاندې نه يوازې خېبر پختونخوا بلكې ټول پاكستان كښې د حياتياتي تنوع تحفظ وده كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ د ځنګلونو زياتوالي سره فضا كښې د كاربن مقدار كم شوے دے۔ د پاكستان بلين ټري منصوبه په نړيواله كچه ستائلې شي۔ دې سره ځنګلونه سوا كېږي او د روزګار موقعې رامخې ته كېږي۔ د دې منصوبې پېل د تحريك انصاف لارښود عمران خان په كال 2015ﺀ كښې خېبر پختونخوا كښې كړې و۔ د دې منصوبې له مخې حكومت تر كال 2023 ګرد هېواد كښې د 10 اربه اونو لګولو عزم كړے۔ د خېبر پختونخوا ضم شوې ضلعې د زېتون كر لپاره ډېرې مناسب دي۔ اسلامي اعتبار سره د زېتون مېوه ډېره مهمه ده۔ خېبرپختونخوا كښې لګولې كېدونكې د زېتون اونې به د ټول پاكستان په ګټه وي۔ د اېګری کلچر اېکسټنشن ډیپارټمنټ باجوړ ضلعی ډائرېکټر ضیا اسلام داوړ وئيلي چې نړيوالو پوهانو خپله سروے كښې وئيلي دي چې باجوړ د زېتون كر لپاره د اټلي او اسپېن په ډول مناسبه سيمه ده۔ باجوړ كښې نزدې د 2 لکھ 50 زره ځنګلي زېتون پېوندكاري شوې ده او په 150 اېکټر د زېتون باغونه لګولې شوي دي۔ هغه ووئيل نن نړۍ ته يوه بله لويه مسئله د ګلوبل وارمنګ پېښه ده كه دا حل نه كړې شوه نو ساه لرونكي ختمېدې شي او د دې حل په پراخا كچه اونو لګولو كښې دے۔ د ضلعي فارسټ آفس خېبر آفيسر اعجاز احمد وئيلي چې علی مسجد تودہ مېله ضلع خېبر كښې د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخنيوي له ځنګل لګول پېل كړې شوي دي د كوم چې باقاعدګۍ سره نګراني روانه ده۔ د توده مېله علي مسجد ځائي وګړي رحمت الله وئيلي چې دلته د حكومت لخوا د ځنګل لګولو پرېكړې سره زياتو خلقو ته د روزګار موقعې ترلاسه شوې دي۔ هغه ووئيل دا شړه زمكه به ځنګل كښې بدله شي او په دې مونږ وزيراعظم عمران خان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ فارسټ آفیسر (ضلع خېبر) محمد شکیل ووئيل د ځنګلاتو څانګې ته پخوا پام نه و ګرځولے شوے۔ بياهم دا خبره خوشبينه ده چې خېبر پختونخوا او اوسنې پخوانے وفاقي حكومت ځنګلونو لګولو ته خصوصي پام ګرځولے دے او په لويه كچه شجركاري كولې شي۔

مزید خبریں