پېښور 07 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي د كورونا په نتيجه كښې د سينئر مېډيكل آفيسر ډاكټر علي اكبر په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په بيان كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي. د كورونا په وبائي صورتحال كښې د ډاكټرانو خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعلٰی ووئيل صوبائي حكومت په فرنټ لائن د خدمات ترسره كوونكو ډاكټرانو او طبي عملې خدمات او قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري.