په اېچ اېم سي كښې د اېم پي اېز په هله ګوله د پېښور هائي كورټ چيف جسټس د ناخوښې څرګندونه وكړه

پېښور 05 مئي (اے پي پي) په حيات آباد مېډيكل كمپلېكس ﴿اېچ اېم سي﴾ كښې د اېم پي اېز په هله ګوله د پېښور هائي كورټ چيف جسټس قېصر رشيد خان د ناخوښې څرګندونه كړې. چيف جټس په روغتون كښې د دوه اېم پي اېز د هنګامې او انتظاميې سره په بدتميزې د ناخوښې څرګندونه كولو سره اېډوكېټ جنرل ته معامله د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر سره د پورته كولو هدايت كړے دے .