پېښور 22 مارچ (اے پي پي) د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون كښې د كورونا رنځورانو شمېره 111 ته رسېدلې. د روغتون وياند محمد عاصم له مخې د كورونا رنځورانو په شمېره كښې اضافه كېږي. ده ووئيل چې په روغتون كښې 11 رنځوران په وېنټلېټرز دي. د تېرو څو ورځو په مهال د كورونا رنځورانو په شمېره كښې ډېره اضافه شوې ده ځكه په روغتون كښې په غېر ضروري ملاقاتونو بندېز لګول شوے او په روغتون كښې ماسك اغوستل لازمي ګرځول شوي دي. وياند ووئيل چې په روغتون كښې د كورونا رنځورانو لپاره 250 بستر بېل كړے شوي دي