لغوه ’’جیک‘‘ ته د  افغانستان  نه د وسلې   سپلائي كونكے  نړيوال نیټ ورک  ونيولے شو ، د كورنيو چارو وزیر مملکت پریس کانفرنس

  اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي )د  كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدري  انکشاف کړے دے  چې امنيتي ځواكونو  په استخباراتي  بنياد آپریشن کښې د  آزاد کشمیر  لغوه  تنظیم ’’جیک‘‘  مشرتابه   ته د  پولي پورې غاړې څخه  د غیر قانوني وسلې وركونكے منظم نیټ ورک نيولے دے ٬   د كوم ترسیل لپاره چې يو  ایک سرکاري ملازم خپل سرکاري کور د  سهولت کارۍ لپاره كارولو  ۔د شورو په ورځ …

 

اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي )د  كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدري  انکشاف کړے دے  چې امنيتي ځواكونو  په استخباراتي  بنياد آپریشن کښې د  آزاد کشمیر  لغوه  تنظیم ’’جیک‘‘  مشرتابه   ته د  پولي پورې غاړې څخه  د غیر قانوني وسلې وركونكے منظم نیټ ورک نيولے دے ٬   د كوم ترسیل لپاره چې يو  ایک سرکاري ملازم خپل سرکاري کور د  سهولت کارۍ لپاره كارولو  ۔د شورو په ورځ پریس کانفرنس ته  خطاب كښې وزیر مملکت د نیټ ورک  فرانزک شواهد، آډیو ریکارډنګز او د  بږټنو تفصیلات د میډیا  په وړاندې كیښودل۔ ده ووئېل  دا کارروائي په ګرد هېواد كښې  د ترهه ګرۍ  خلاف د روانو  هره ورځ  نزدې  200 انټیلي جنس بیسډ آپریشنز برخه ده، د كومې د لارې چې  د افغانستان، باړہ، خیبر پښتونخوا او  آزاد کشمیر تر مينځه د ټیرر کرائم نیکسس  نيولے شوي  دي ۔سینیټر طلال چوهدري  د  نیټ ورک د  طریقه کار تفصیل بيانولو سره ووئېل د  آپریشن پېل په کشمیر موړ په فورسز د ډزو  نه پس د ضیاﺀ نومې ملزم د ګرفتارۍ څخه وشو  ، څوك چې د تېرو دوو كالو  نه د کالعدم جیک د مشر غړي سردار امان کارِ خاص ماجد ته وسله وركوله ۔ده ووئېل  وسله د   افغانستان ننګرهار ولايت  نه  زرشاد نومې ډیلر د لارې باړې ته رسولې شوه  د چرته نه چې د اکبر نومي يو سرکاري ملازم  د خپلې  سرکاري  عهدې  او    استثنا د ډهال په توګه كارولو څخه   د بېلو پوستو نه په  آسانۍ  تېرولو آزاد کشمیر ته منتقل کوله ۔وزیر مملکت واضحه كړه  چې  د ملزمانو تر مينځه  د 22 لاکھ روپو ډیل شوے ؤ چې پكښې  11 لاکھه  د هنډۍ د لارې ادا كړې شوي  او پاتي سرکاري ملازم د  کیریئرپه حېث  د  پیرې په سر د دوو لاكه روپو په يحساب تر لاسه كولې   ۔ ده ووئېل  قاچاق  ، نشه اي توكې، نان کسټم پیډ ګاړي او  غیر قانوني پیټرولو  پمپونو په شاه د ولاړو  سیاسي او  سرکاري سهولت کارو جوړه جاړه  ماتولو نه غېر د ترهه ګرۍ مکمل خاتمه ممکن نه ده  ۔ ده تورونو او ككړو كسانو ته د سختې سزا په وركولو هم زور راوړو

مزید خبریں