د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر د مختلف پلاويو سره ملاقاتونه ، د هېواد په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي )د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر سره پخواني ناظم  او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حمایت اللہ مایار، رېټائر بیوروکریټس، د طلبه  تنظیمونو ، وکيلانو  تنظیمونو ، قبائلي مشرانو او د سوادګرو  تنظیمونو استازو ملاقاتونه وكړل ۔ د سینیټ سیکرټریټ تر مخه  د  ملاقاتونو په  مهال  د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال،  اولسي مسائلو او په نورو  مهمو  قامي چارو  خبرې …

 

اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي )د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر سره پخواني ناظم  او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حمایت اللہ مایار، رېټائر بیوروکریټس، د طلبه  تنظیمونو ، وکيلانو  تنظیمونو ، قبائلي مشرانو او د سوادګرو  تنظیمونو استازو ملاقاتونه وكړل ۔ د سینیټ سیکرټریټ تر مخه  د  ملاقاتونو په  مهال  د هېواد په مجموعي سیاسي و معاشي صورتحال،  اولسي مسائلو او په نورو  مهمو  قامي چارو  خبرې وشوې۔ په دې موقع د هېواد پرمختګ ، معاشي استحکام،  د جمهوری عمل تسلسل او   اولس ته د پیښو  مسائلو حل لپاره په  مرسته  او د مثبت کردار په ضرورت زور  راوړلے شو  ۔ ده ووئېل د مختلف څانګو څخه تعلق  لرونكې كسان او   پلاويو تجاویز به قامي پالیسي سازۍ كښې  مرستياله ګرځېدې شي ، د اولس مسائل په  ترجیحي بنیادونو رامخې ته كولو او  دې  حل لپاره پارلیماني فورمز په مؤثر ډول كارولې كېږي  ۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې  ځوانانو  ته تعلیم، هنر او   د  روزګار ښې موقعې وركول د هېواد روښانه سباون لپاره  ضروري دي ۔ډپټي چیئرمین ووئېل کاروباري ورورولي د هېواد د معیشت  په پرمختګ كښې کلیدي کردار ادا کوي ٬  دغسې  وکيلان ، طلبه ، قبائلي مشران او   سول سوسائټۍ د جمهوری اقدارو ودې او  معاشرتي استحکام كښې مهم  شراکت دار دي ٬  ۔ملاقاتونو كښې  ګدون كوونكو  ډپټي چیئرمین  په خپلو سيمو او اړوند څانګو  كښې مسائل، تجاویز او  سفارشات  نه خبر كړؤ ۔ده  باور وركړو  چې  ستاسو تجاویز او مسائل  به هر  اړوند فورمز  پورته كولې شي  ۔

مزید خبریں