پینډي 16ستمبر (اے پی پی)د پاک پوځ د اولسي اړيكو څاڼګې (آئي اېس پی آر) ډائرېكټر جنرل احمد شریف چوهدري وئیلي دي مکه لوظنامه كښې په شامل كوم هم فرېق د بريد په صورت به د غړو هېوادونو په مشاورت تګلاره وضعه كولې شي او د دغې له مخې به عملدرآمد كولې شي۔ عرب ټېلیوېژن ته په یوه مرکه کښې د آی اېس پی آر ډي جي څرګنده کړه …
مکه لوظنامه كښې په شامل كوم هم فرېق د بريد په صورت به د غړو هېوادونو په مشاورت تګلاره وضعه كولې شي ٬ د ډي جي آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری عرب ټي وي سره مركه

مزید خبریں
پینډي 16ستمبر (اے پی پی)د پاک پوځ د اولسي اړيكو څاڼګې (آئي اېس پی آر) ډائرېكټر جنرل احمد شریف چوهدري وئیلي دي مکه لوظنامه كښې په شامل كوم هم فرېق د بريد په صورت به د غړو هېوادونو په مشاورت تګلاره وضعه كولې شي او د دغې له مخې به عملدرآمد كولې شي۔ عرب ټېلیوېژن ته په یوه مرکه کښې د آی اېس پی آر ډي جي څرګنده کړه چې هند خپل پوځي طاقت زياتولو له بلها وسائل مصرف كوي او د پاكستان دفاعي صلاحيتونه په بشپړه ډول د دفاعي نوعيت دي خو د دې معنې دا نه ده چې ګوندې مونږ د وسلو په كومه سیالۍ کې شامل یو۔ هغه زیاته کړه چې مونږ د يو هېواد په ضد جارحانه عزائم نه لرو ، په خپلو دفاعي ځواکونو بشپړ باور لرو او مونږ نه يوازې دا چې خپله دفاع كولې شوو بلكې د جارحيت سزا وركولو بشپړ صلاحيت هم لرو۔ د یوې پوښتنې په ځواب کښې جنرل احمد شریف چوهدري وویل سیاسي اهداف تل د هېواد سیاسي مشران ټاکي، د پوځ او رياست اهداف له یو بل جلا نه دي او د پاکستان ټولې موخې او لومړیتوبونه د سیاسي مشرتابه په واک کښې راځي.د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو كښې نوموړي ووئیل د ملګرو ملتونو په راپورونو کښې په افغانستان کښې د لسګونو ترهګرو ډلو شتون په ګوته شوے دے. د پاكستان اصولي دريځ دا دے چې افغانستان دې د نړيوالې ترهګرۍ مرګز جوړ نه شي۔ افغان طالبان حكومت په پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروائيو لپاره عناصر تربيه كوي۔ زمونږ يوه غوښتنه ده او هغه دا چې د افغانستان خاوره بايد د پاكستان خلاف ونه كارولې شي۔ د مكه لوظنامې په فريق د بريد په صورت د پاكستان په غبرګون خپله خبره كښې ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل په دفاعي لوظونو د عملدرآمد تګلاره په اولسي كچه نه څرګندېږي٬ د بريد په صورت به غبرګون څه وي د دې پرېكړه به درې واړه هېوادونه په تګلاره وضعه كولو سره كوي او د دغې له مخې به كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل په مكه لوظنامه څوك هم اعتراض نه لري ٬ په نړيواله كچه ټولو ته معلومه ده چې دا اقدامات دفاع لپاره دي چې مقصد يۍ په منطقه كښې امن او استحكام په ځائے ساتل دي۔ ده ووئيل دا لوظنامه د يو بل مرستې لپاره ده۔ ده ووئيل د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه اړيكې ناڅاپي نه دي جوړې شوې٬ د چين په شمول ګردې نړۍ ته معلومه دا د ورورولۍ اړيكې پخوانۍ او تاريخي دي اوس دې ته د يو فرېم ورك شكل وركړے شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې تلپاتي امن لپاره د ايران او امريكې ترمينځه د ثالثۍ د كردار ترسره كولو پرېكړه كړې









