کېپ ټاؤن ۔16ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي په موسمياتي بدلونونو د قابو موندلو په پالېسو كښې د جمهوري ادارو لخوا نګراني اړينه ده، موسمياتي بدلونونو څخه د خوراك٬ اوبو او روغتيا په شمول د ژوند بېلې څانګې ځپلې كيږي ٬ پاکستان د موسمیاتي بدلونونو له امله تر ټولو زیات اغېزمندو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې …
په موسمياتي بدلونونو د قابو موندلو په پالیسیو کښې د جمهوري ادارو لخوا نګراني اړینه ده: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
کېپ ټاؤن ۔16ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي په موسمياتي بدلونونو د قابو موندلو په پالېسو كښې د جمهوري ادارو لخوا نګراني اړينه ده، موسمياتي بدلونونو څخه د خوراك٬ اوبو او روغتيا په شمول د ژوند بېلې څانګې ځپلې كيږي ٬ پاکستان د موسمیاتي بدلونونو له امله تر ټولو زیات اغېزمندو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه سپيكر د شورو په ورځ دلته په 69 م كامن وېلتھ پارليماني كنفرنس كښې د موسمياتي بدلونونو مخنيوي كښې د پارليماني مشربابه د كردار په اړه خپل خطاب كښې وكړه۔ سپيكر نېغ په نېغه د چا له نامې ذكر كولو پرته نړيوالې پارليماني ورورولۍ ته د اوبو د كمي ٬ په دريابونو كښی د ناڅاپي اوبو راتللو او د اوبو بندولو په څير ستونزې رامخې ته كولو سره 6 نكاتي تجاويز وړاندې كړل۔ په دې د هند مندوبينو د وېنا د لارې د جواب كولو هڅې وكړې۔ د جمیکا سپيكر او د مكالمې كوربنې مېرمن هندوستانو استازو ته د غلی پاتې كېدو يا د بهر وتلو غږ وكړو۔په دې موقع د كنفرنس نورو ګډون والو هم د هند استازو ته د سپيكر خطاب په تحمل سره د اورېدو تلقين وكړو









