وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډي په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره  د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول د سهولت ډيسك جوړولو امر وګرو

  اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول  د سهولت ډيسك جوړولو امر سره ووئېل  اولس ته دې په رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن لارښونه وكړی شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په …

 

اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول  د سهولت ډيسك جوړولو امر سره ووئېل  اولس ته دې په رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن لارښونه وكړی شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د خليج صورتحال په لړ كښې د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د اضافې څخه  لږ آمدن لرونكې او متوسط طبقې ته ريليف وركولو لپاره په پي ايم سپيشل ريليف سكيم  د پېشرفت په اړه د جاج اغستو  غونډه وشوه۔ پي ايم سپيشل ريليف سكيم له مخې موټر سائيكل٬ركشه او تر 800 سي سي ګاډو مالكانو ته به فيول سبسډي وركړې كيږي۔وزيراعظم د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره انتظاميې٬رضا كارو او د پیټرول پمپ عملې پشمول  د سهولت ډيسك جوړولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل ريليف وركولو لپاره دې په سهولت ډيسك موجود كسان د سكيم مستحق وګړو رهنمائي وكړي٬اولس ته د رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن رهنمائي وركړي۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته په اولس كښې د سكيم په اړه  د كومې هم خبرتيا لپاره د متحرك پاتې كېدو هدايت وكړو ۔په غونډه كښې وزيراعظم د  فيول سبسډي پېشرفت په اړه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول  په اسلام آباد كښې د سكيم پائلټ پرانستې نه پس اوس د ټول هېواد پشمول آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان كښې  د سكيم پرانسته شوې ده٬دا سكيم د اولس لپاره ډېر آسان  كړے شو ے۔ د فيول سبسډي سكيم رجسټرېشن لپاره يوازې څلور معلومات ضبرورت دي ٬شناختي كارډ نمبر٬ د ګاډي نمبر پليټ٬ د رجسټرېشن صوبه او د ګاډي  رجسټريشن تاريخ  دې سكيم كښې د رجسټرېشن لپاره ضروري دي۔بريفنګ كښې دا هم ووئېل شول چې  د فيول سبسډي سكيم بشپړ تفصيلات په اردو ويب پاڼه www.pmfuelrelief.pk⁠ موجود دي۔ د كامياب رجسټرېشن كوونكو شمېره زياتېږي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬وفاقي وزيرانو  احد خان چيمه٬عطاﺀ الله تارړ٬شزا فاطمه خواجه٬علي پروېز ملك٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬خاص مرستيال طارق باجوه او اړوند ادارو اعلٰی چاواكو ګډون كولو

مزید خبریں