د امرېكې صدر د كانګرېس غړے ويسلے هنټ  د سعودي لپاره سفير ونومولو

  واشنګټن ۔ 16 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ   د ټيكساس څخه تعلق لرونكے  د كانګرېس غړے  ويسلے هنټ د سعودي عرب لپاره سفير  نومولے دے ٬  دا عهده د ټرمپ   په اقتدار كښې د راتللو نه څخه څه موده پس خالي شوې وه ۔ د العربيه اردو تر مخه   د وېسلے هنټ  نومولے كېدو سمري د ګل په ورځ  سېنېټ ته لېږلې شوې وه   كه …

 

واشنګټن ۔ 16 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ   د ټيكساس څخه تعلق لرونكے  د كانګرېس غړے  ويسلے هنټ د سعودي عرب لپاره سفير  نومولے دے ٬  دا عهده د ټرمپ   په اقتدار كښې د راتللو نه څخه څه موده پس خالي شوې وه ۔ د العربيه اردو تر مخه   د وېسلے هنټ  نومولے كېدو سمري د ګل په ورځ  سېنېټ ته لېږلې شوې وه   كه د دې توثيق كېږي  نو هغه به  سعودي كښې د امرېكې تر ټولو اعلې سفير په حېث  د مائيكل ريټني ځائے نيسي۔وېسلے هنټ په ايكس خپل پوسټ كښې ووئېل   په سعودي عرب كښې د راراوان سفير په حېث خدمات تر سره كولو لپاره د صدر ترمپ  لخوا   نومولے كېدل  ډېر لوي درناوے دے ۔ هغه ووئېل   د امركې او سعودي عرب تر مينځه   د همكارۍ تزويري اهميت  او د دې عهدې په لويه ذمه وارۍ پوهېږم۔  وېسلے هنټ د وېسټ پوائنټ ګرېجوېټ دے او هغه د امرېكې په پوځ كښې 8 كاله تير كړې دي۔ هغه يو وارې په عراق او دوه وارې په سعودي عرب كښې خدمات تر سره كړي   چرته جې هغه د رابطه كار افسر په حېث  تعينات ؤ۔  هغه په وړومبي ځل په 2023 كښې د كانګرېس غړے ټاكلے شوے دے

مزید خبریں