لاس اینجلس۔ 20 اکتوبر(اے پی پی) د امريكا لوئيديز ښار الاسكا په ساحلي سيمه كښې د 7.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې ورسره سمدستي د سونامي وارننګ جاري كړے شو ولې بياهم تر دې دمه د زلزلې د لاسه د شوي كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ د زلزلې نه وروستو د 5 درجې يا دې نه د زيات شدت 5 …
امريكائي رياست الاسكا كښې د 7.5 شدت زلزله ٬ 5 آفټر شاكس ٬ سونامي وارننګ جاري
لاس اینجلس۔ 20 اکتوبر(اے پی پی) د امريكا لوئيديز ښار الاسكا په ساحلي سيمه كښې د 7.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې ورسره سمدستي د سونامي وارننګ جاري كړے شو ولې بياهم تر دې دمه د زلزلې د لاسه د شوي كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ د زلزلې نه وروستو د 5 درجې يا دې نه د زيات شدت 5 آفټرشاكس هم محسوس كړې شول۔ د فرانسيسي خبري اژانس له مخې د امريكا د زلزلې شدت ريكارډ كوؤنكي مركز وئيلي چې د زلزلې جړقونه د نهې په ورځ د الاسكا ښار اېنكرج په شمول نورو ساحلي سيمو كښې محسوس كړې شول چې مركز ئې سېنټ پوائنټ ښار نه 100 كلوميټر لرې 25 كلوميټر ژوره كښې وو۔ د زلزلې له امله خلك ويرې واخستل او دوئي د كورونو نه بهر راووتل











