برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 52 لكه 35 زره نه زياته شوه

ریوډی جنیرو۔19 اکتوبر (اے پی پی)د لاطینی امریکې برازيل هېواد كښې د وژونكې كورونا وائرس ځپليو شمېره 52 لكه 35 زره نه زياته شوې ده او ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې وائرس د لاسه 53 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 10982 نوې كېسونه …

ریوډی جنیرو۔19 اکتوبر (اے پی پی)د لاطینی امریکې برازيل هېواد كښې د وژونكې كورونا وائرس ځپليو شمېره 52 لكه 35 زره نه زياته شوې ده او ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې وائرس د لاسه 53 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 10982 نوې كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د مصدقه رنځورانو شمېره 5235344 ته ورسېده۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا 431409 فعاله رنځوران دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شمېرې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 230 ناروغان مړه شول۔ د چارواكو له مخې د دې وائرس د لاسه د مړو شويو مصدقه شمېره 153905 ده۔ بلخوا برازيل كښې تر دې دمه دې وائرس څخه 46 لكه 50 زره نه زيات ناروغان روغ شوے هم دي۔ برازیل د کورونا وائرس ناروغانو اعتبار سره د نړۍ درېم او د ددې د لاسه د مړو شويو كسانو شمېرې اعتبار سره دويم هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د روان كال فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه رپورټ شوے وو۔ د چارواكو وېنا ده چې هېواد كښې د وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي

مزید خبریں