په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 82 لكه څخه زياته شوې٬ 2 لكه 22 زره كسان مړه شول

واشنګټن 16اکتوبر(اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 82 لكه څخه زياته شوې او په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تراوسه 2 لكه 22 زره كسان مړه شوي۔د جمعې پھ ورځ د امريكې ذريعو له مخې پھ هېواد كښې د كورونا وائرس رنځوروانو شمېره 8216315 ته رسېدلې۔د امريكې روغتيا محكمې له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره …

واشنګټن 16اکتوبر(اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 82 لكه څخه زياته شوې او په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تراوسه 2 لكه 22 زره كسان مړه شوي۔د جمعې پھ ورځ د امريكې ذريعو له مخې پھ هېواد كښې د كورونا وائرس رنځوروانو شمېره 8216315 ته رسېدلې۔د امريكې روغتيا محكمې له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2673459 ده٬دې وائرس له امله پھ ګرد هېواد كښې تراوسه 222717 كسان مړه شوي۔دامريكې چارواكو له مخې په هېواد كښې تراوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي 5320139 كسان ښه شوي۔د امريكې په ځينو رياستونو كښې د كورونا وائرس د كيسونو شمېره كښې زياتوالې رامخې ته كېږي۔ د يادونې وړ ده په ګرده نړۍ كښې امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔پھ امريكا كښې د كورونا وائرس وړومبني كيس تشخيص سږ كال د جنورۍ په 22مه نېټه شوے ؤ

مزید خبریں