بشکېك 15 اکتوبر(اے پي پي) د کرغزستان صدر سورون بے جين بيکوف استعفٰي وركړي ده ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې کرغزستان په دې وروستيو كښې د متنازع ټولټاكنو نه پس د مخالفې ډلې لخوا په مظاهرو كښې صدر څخه د استعفٰي غوِښتنه كړې او د مظاهرو په سوب هيواد كښې سياسي بحران پيدا شوې او د دې نه پس تر اوسه د وزيراعظم پشمول ځيني وزيران مستعفيٰ …
د کرغزستان صدر استعفي وركړه
بشکېك 15 اکتوبر(اے پي پي) د کرغزستان صدر سورون بے جين بيکوف استعفٰي وركړي ده ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې کرغزستان په دې وروستيو كښې د متنازع ټولټاكنو نه پس د مخالفې ډلې لخوا په مظاهرو كښې صدر څخه د استعفٰي غوِښتنه كړې او د مظاهرو په سوب هيواد كښې سياسي بحران پيدا شوې او د دې نه پس تر اوسه د وزيراعظم پشمول ځيني وزيران مستعفيٰ شوي۔ د صدر دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جارى بيان له مخې صدر سورونبے جين بيکوف ووئيل د اولسمشرۍ چوكۍ ساتل نه غواړم او نه د خلقو وينه بهيولو سره خپله نامه د هيواد په تاريخ كښې په تورو ټكو ليكل غواړم ٬ دې لپاره ما د استعفٰې پرېكړه كړې او زما د استعفٰې مقصد هېواد د بحران نه ويستل دي۔











