نوې ډيلې ۔14اکتوبر(اے پی پی) د هند په تلنګانه ايالت كښې د باران له امله د دېوال پرېوتو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 5 نور ټپيان شوي۔ د هند خبري اژانس وېنا له مخې د هند تلنګانه ايالت كښې د شورؤ په ورځ سهار د يوې ودانۍ دېوال پرېوتو پیښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 5 نور ټپيان شوي۔ د پوليس ذريعو له مخې د تېرو …
د هند په تلنګانه ايالت كښې د باران له امله د دېوال پرېوتو له امله 10 كسان مړه ٬ 5 ټپيان
نوې ډيلې ۔14اکتوبر(اے پی پی) د هند په تلنګانه ايالت كښې د باران له امله د دېوال پرېوتو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 5 نور ټپيان شوي۔ د هند خبري اژانس وېنا له مخې د هند تلنګانه ايالت كښې د شورؤ په ورځ سهار د يوې ودانۍ دېوال پرېوتو پیښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 5 نور ټپيان شوي۔ د پوليس ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو نه تلنګانه كښې د پرله پسې او تېزو بارانونو لړۍ روانه ده چې له امله ئې د تلنګانه سرښار حېدر آباد او نورو پېوستو سيمو كښې تباهي شوې ۔ ټيټې سيمې په اوبو كښې ډوبې شوي۔ د سيلۍ چلېدو د لاسه د برېښنا نظام له مينځه تللے۔ د حېدر آباد ښار انفورسمنټ ډائرېکټورېټ ، وجیلینس اېنډ ډیزاسټر منېجمنټ وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په ښار كښې د زياتو بارانونو د لاسه د شوي زيان جاج اخلو۔ وياند ووئيل لال بهادر نګر كښې 25 سېنېټي ميټر نه زيات باران ريكارډ كړے شوے او نورو يو شمېر سيمو كښې د لا بارانونو امكان دے











