مصر كښې په يوه ورځ كښې د كرونا 132 نوي كېسونه رامخې ته شول

کائرو 13 اکتوبر (اے پي پي) مصر كښې په يوه ورځ كښې د كرونا 132 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو كسانو مجموعي شمېره يو لك 4 زره 648 ته رسېدلې۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د مصر د صحت وزارت وياند خالد ميګاهد په اړه ووئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا په سوب لس كسان مړه شوي چې ورسره په …

کائرو 13 اکتوبر (اے پي پي) مصر كښې په يوه ورځ كښې د كرونا 132 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو كسانو مجموعي شمېره يو لك 4 زره 648 ته رسېدلې۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د مصر د صحت وزارت وياند خالد ميګاهد په اړه ووئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا په سوب لس كسان مړه شوي چې ورسره په هېواد كښې د كرونا په سوب د مړو كسانو شمېره 6 زره 62 ته رسېدلې او په مجموعي توګه 97 زره 743 كسان صحت مند شوې هم دي۔۔ وياند ووئيل مصر او چين په ګډه د طبي پوهې د لارې د وبائي رنځونو مخنيوي لپاره كار كوي

مزید خبریں