الجیریا۔11اکتوبر(اے پی پی) په الجیریا كښې د ګاز پایپ لاین په یوه چاؤدنه کې لږ تر لږه 5 تنه مړه او 16 نور ټپیان شوي دي. د الجزایر خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې وئیلي چې دا چاودنه د پلازمینې نه 550 کیلومټره لرې په البیهاد ښار کښې شوې. د كوورنيو چارو وزارت چارواكو وئيلي چې دا پېښه د ګاز لېك كېدو …
الجیریا ٬ د ګاز پایپ لاین چاؤدنه ٬ 5 تنه مړه او 16 ټپیان
الجیریا۔11اکتوبر(اے پی پی) په الجیریا كښې د ګاز پایپ لاین په یوه چاؤدنه کې لږ تر لږه 5 تنه مړه او 16 نور ټپیان شوي دي. د الجزایر خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې وئیلي چې دا چاودنه د پلازمینې نه 550 کیلومټره لرې په البیهاد ښار کښې شوې. د كوورنيو چارو وزارت چارواكو وئيلي چې دا پېښه د ګاز لېك كېدو له امله رامخې ته شوې كومه كښې چې 5 كسان په ځائې مړه او 16 نور ټپيان شول۔ د چاؤدنې نه وروستو ميډيا سره خپلو خبرو كښې د الجيريا صدر عبد المجيد ټېبون ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ او په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه طبي عملې ته هدات وكړو چې ژوبل شويو ته غوره طبي آسانۍ وركول باوري كړي۔ هغه داخله وزارت ته د دې پېښې په اړه د پلټنيو كولو امر هم وكړو











