هند ٬ د كورونا وائرس ځپليو شمېره 70 لكه ته نزدې شوه

نوې ډيلې ۔10اکتوبر(اے پی پی) هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 73,272 نوې كېسونه ريكارډ كړې شول چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 70 لكه ته نزدې شوه۔ هند كښې تر دې دمه ددې وائرس د لاسه 107,416 كسان مړه شوي دي۔ دا خبره مهمه ده چې 15 ستمبر نه وروستو روزانه د نوې كېسونو ريكارډ شمېره مخ په …

نوې ډيلې ۔10اکتوبر(اے پی پی) هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 73,272 نوې كېسونه ريكارډ كړې شول چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 70 لكه ته نزدې شوه۔ هند كښې تر دې دمه ددې وائرس د لاسه 107,416 كسان مړه شوي دي۔ دا خبره مهمه ده چې 15 ستمبر نه وروستو روزانه د نوې كېسونو ريكارډ شمېره مخ په زياتېدو وه ولې اوس په دې كښې قدرې كمې نوټ كړې شوې دې۔ چارواكو خبردارې وركړې دې چې د روانې او راروانې مياشتې په مهال ځينې مذهبي دستورې كېدونكي دي او دې كښې كورونا وائرس يو ورې بيا تندۍ سره خپرېدې شي۔ هند د كورونا وبا د لاسه د امريكا نه پس د نړۍ دويم ځپلې شوې لوئے هېواد دے

مزید خبریں