ریوډی جنیرو 09 اکتوبر (اے پی پی) برازیل كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلو شوو كسانو شميره 50 لكهه 29 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 49 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریکې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 27750 نوي كيسونه رامخې ته …
برازیل كښې د کورونا وائرس ځپلو شميره 50 لكهه 29 زره څخه زياته شوه ، يو لكه 49 زره څخه زيات كسان مړه شول
ریوډی جنیرو 09 اکتوبر (اے پی پی) برازیل كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلو شوو كسانو شميره 50 لكهه 29 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 49 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امریکې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 27750 نوي كيسونه رامخې ته شوي او دې سره د مصدقه رنځورانو شميره 5029539 څخه زياته شويې ۔ برازیل كښې دا مهال د کورونا وائرس 465941 فعاله رنځوران موجود دي۔ برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله نور 729 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې هيواد كښې د کورونا وائرس له امله د مړو شميره 149034 ته رسيدلې ۔ برازیل كښې تر اوسه 44 لكهه 14 زره رنځوران ښه شوي۔ برازیل د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو شميرې په حساب دويم تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې د کورونا وائرس له امله د ځپيلو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي، د هيواد په لويو ښارونو كښې کورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي











