اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) د ملائېشيا وزيراعظم محي الدين ياسين په هېواد كښې د كورونا وائرس په كيسونو كښې د اضافې له امله د سمارټ لاك ډاؤن اعلان كړے۔د ابلاغ ذريعو له مخې ده د خپلې استوګنې څخه په سوشل مېډيا نيغ په نيغه قام ته خطاب كښې ووئېل دا مهال مونږ پھ هېواد كښې د مكمل لاك ډاؤن لګولو په ځاې د سمارټ لاك ډاؤن په …
د ملائېشيا وزيراعظم د كورونا وائرس له امله د سمارټ لاك ډاؤن اعلان وكړو
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) د ملائېشيا وزيراعظم محي الدين ياسين په هېواد كښې د كورونا وائرس په كيسونو كښې د اضافې له امله د سمارټ لاك ډاؤن اعلان كړے۔د ابلاغ ذريعو له مخې ده د خپلې استوګنې څخه په سوشل مېډيا نيغ په نيغه قام ته خطاب كښې ووئېل دا مهال مونږ پھ هېواد كښې د مكمل لاك ډاؤن لګولو په ځاې د سمارټ لاك ډاؤن په اړه غور كوو كوم كښې به چې ځانله د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي ځايونه شامل وي خو كه چرته مونږ پھ هېواد كښې بيا مكمل لاك ډاؤن نافذ كړو نو دې سره به زمونږ معيشت او د ټولنې نظام ته سخت زيان ورسيږي ۔د يادونې وړ ده په ملائېشيا كښې د كورونا وائرس له امله په يوه ورځ كښې 691 كيسونه رپورټ شوي او نور 4 كسان مړه شوي دي












