كويت سټي 06 اكتوبر(اے پي پي)د كويت وزيراعظم او د هغه ټولې كابينې د آئيني تقاضو له مخې خپله استعفٰی نوې امير ته وړاندې كړې او نوي امير زرې كابينې ته د خپلو فرائضو جاري ساتلو او راتلونكو پارليماني ټاكنو تيارۍ لپاره سپارښتنه كرې۔د كويت سركاري خبري اژانس دارې رپورټ له مخې وزيراعظم شېخ صباح الخالد الصباح نوې امير شېخ نواف الاحمد الصباح سره ملاقات كړے او د هېواد آِئين …
د كويت نوي امير شېخ نواف الاحمد الصباح پخوانۍ كابينې ته د ذمه وارو دومداره ساتلو كولو سپارښتنه
كويت سټي 06 اكتوبر(اے پي پي)د كويت وزيراعظم او د هغه ټولې كابينې د آئيني تقاضو له مخې خپله استعفٰی نوې امير ته وړاندې كړې او نوي امير زرې كابينې ته د خپلو فرائضو جاري ساتلو او راتلونكو پارليماني ټاكنو تيارۍ لپاره سپارښتنه كرې۔د كويت سركاري خبري اژانس دارې رپورټ له مخې وزيراعظم شېخ صباح الخالد الصباح نوې امير شېخ نواف الاحمد الصباح سره ملاقات كړے او د هېواد آِئين له مخې خپله او د خپلې كابينې استعفٰی ئې ورته وړاندې كړې ۔امير شېخ نواف الاحمد الصباح په موجوده كابينه د بشپړ باور څرګندونه كړې او هغه ته ئې د خپلو ذمه وارو جاري ساتلو سپارښتنه كړې ۔د يادونې وړ ده د كويت آئين له مخې د نوې امير ذمه وارۍ سنبهالولو په صورت د حكومت استعفي وړاندې ضروري وي۔امير شېخ نواف الاحمد الصباح به ډېر زر د ولي عهد نامه هم اعلان كړي د كوم غوره كولو لپاره چې د پارليمان څخه منظوري اخستلې شي












