د افغان ولايت ختيځ لغمان والي په قافله بمي بريد ٬ 8 كسان مړه ٬ 20 ژوبل

کابل۔5اکتوبر (اے پی پی)د افغانستان ختیځ ولایت لغمان کښې د والي کاروان ته نزدې په بمي چاودنه کښې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي. د افغانستان رسنۍ وايي چې د ختیځ ولایت لغمان د والي رحمت الله یار مل په کاروان بمي بريد كښې د والي د درې ساتونکو په شمول اته تنه ووژل شول او شل نور ټپیان شول. افغان پولیس وايي …

کابل۔5اکتوبر (اے پی پی)د افغانستان ختیځ ولایت لغمان کښې د والي کاروان ته نزدې په بمي چاودنه کښې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي. د افغانستان رسنۍ وايي چې د ختیځ ولایت لغمان د والي رحمت الله یار مل په کاروان بمي بريد كښې د والي د درې ساتونکو په شمول اته تنه ووژل شول او شل نور ټپیان شول. افغان پولیس وايي ، چاودنه د ځایي وخت له مخې لس بجې وشوه ، چې د ولایت د والي کاروان په نښه کړے شو۔ والي رحمت الله یار مل په برید کښې ژوندے پاتے شو ، پولیسو زیاته کړه چې د چاودنې له ځاې څخه تور لوګی راپورته شول او په هر لوري ويره خپره شوه۔ د مرستې ډلو احتياطي ګامونه پورته كولو له سيمه محاصره كړه۔ بلخوا تر دې دمه كومې ډلې ددې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔

مزید خبریں