پاکستان  د کشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره اخلاقي، سفارتې او سياسي مرسته به روانه ساتي ،پروفيسر احسن اقبال

  اسلام آباد۔27اکتوبر  (اے پي پي)د  منصوبه بندۍ ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د  کشمير تورې ورځې  په موقع د هند   د غير قانوني تسلط لاندې جموں و کشمير  اولس سره د پاکستان د غير متزلزل يو والي پخلي كولو سره وئېلي دي  پاکستان به د کشميري اولس د حق خود اراديت لپاره د دوي اخلاقي، سفارتي او سياسي مرسته روانه ساتي ۔په دې موقع …

 

اسلام آباد۔27اکتوبر  (اے پي پي)د  منصوبه بندۍ ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د  کشمير تورې ورځې  په موقع د هند   د غير قانوني تسلط لاندې جموں و کشمير  اولس سره د پاکستان د غير متزلزل يو والي پخلي كولو سره وئېلي دي  پاکستان به د کشميري اولس د حق خود اراديت لپاره د دوي اخلاقي، سفارتي او سياسي مرسته روانه ساتي ۔په دې موقع خپل  پيغام كښې ده ووئېل د کشمير اولس د لسيزو نه  د ستونزو او مصائب سره مخ دے ، د دې ستونزو  شاته داسې  كورونه شته كوم چې د خپلو ګرانو د جدائۍ غم ژاړي ، داسې ماشومان شته كوم چې د يرې په  ماحول كښې لويېږي او داسې نسلونه  شته كوم چې نن هم انصاف ته منتظر دي ۔ ده ووئېل د   کشميري اولس غږ په نړيوالې كچه اورېدل غواړي، د دوي د بنيادي وقار تحفظ او د  دوي د هيلو  احترام کول غواړي ، د کشمير شخړې منصفانه هواري لپاره  د کشميري اولس  جذبات و هيلې تر نظره ساتل  ضروري دي ۔پروفيسر احسن اقبال ووئېل پاکستان به د کشميري  اولس اخلاقي، سفارتي او سياسي  مرسته روانه ساتي ۔ ده ملګرو ملتونو  او   په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي د سلامتي کونسل  اړوند قراردادونو او د  کشميري اولس د هيلو تر مخه د كشمير شخړې منصفانه او تل پاتي هواري لپاره خپل  مؤثر کردار ادا کړي ۔

مزید خبریں