اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کشميريانو جرأت او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق لپاره د پاکستان د پرله پسې اخلاقي، سياسي او سفارتي مرستې پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د كشمير تورې ورځ په موقع د اسلام آباد په …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د کشميريانو جرأت او قربانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ د كشميريانو خپلواكۍ حق لپاره د پاکستان د پرله پسې اخلاقي، سياسي او سفارتي مرستې پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د کشميريانو جرأت او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د خپلواكۍ ناقابلِ تنسيخ حق لپاره د پاکستان د پرله پسې اخلاقي، سياسي او سفارتي مرستې پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د كشمير تورې ورځ په موقع د اسلام آباد په ډي چوك كښې د كشمير يووالي لاريون كښې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې د کشميريانو جرأت او قربانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو ھغوي دې د كشميريانو د ستونزو ازالې لپاره خپل كردار ولوبوي او د جمو و کشمير شخړه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې منصفانه او سوله ايز حل باوري كولو لپاره اقدامات وكړي










