كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتل د نړيوالي ورورولۍ د ضمير او انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې  پوښتنه ده ۔بلاول بھټو زرداري

اسلام آباد 27 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير كښې د هند غاصبانه قبضې سختې غندنې كولو سره وئيلي دي  نزدې د  8 لسيزو تيريدو باوجود كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم دي۔ كشميريان د خپلواكۍ  حق څخه محروم ساتل د نړيوال ضمير او  د انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې  پوښتنه ده ۔د بلاول …

اسلام آباد 27 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير كښې د هند غاصبانه قبضې سختې غندنې كولو سره وئيلي دي  نزدې د  8 لسيزو تيريدو باوجود كشميريان د خپلواكۍ حق څخه محروم دي۔ كشميريان د خپلواكۍ  حق څخه محروم ساتل د نړيوال ضمير او  د انصاف د ادعاګانو نه پرله پسې  پوښتنه ده ۔د بلاول هاپس ميډيا سيل د اړخه د كشمير تورې ورځې په موقع جاري شوي پيغام كښې ده ووئيل د هند غير قانوني تسلط كښې جموں و كشمير يواځې يوه سيمه نه ده،د ګڼو انسانانو د آزادۍ او شناخت مسئله ده۔ د كشميريانو عزتِ نفس او د خپل سباؤن د پريكړي كولو بنيادي حق دې اومنلے شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د كشمير توره ورځ، د كشميريانو د آزادۍ او د خپلواكۍ  حق مرستې لپاره د لوظ  د پخلي ورځ ده۔قائدِ عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو او   شهيدي بينظير بھټو د كشمير مسئله عمر له رامخې  ته كړې ۔شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدي بينظير بھټو د كشمير په مسئله د پاكستان اصولي مؤقف په هر فورم وړاندې كړے دے

مزید خبریں