پېښور ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د خېبر پښتونخوا د اطلاعات او اولسي اړيكو مشاورې هارون بلور په ګورنر هاؤس كښې وليدل۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په دې مهال د صوبې په مجموعي سياسي وضعه او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ثمر هارون بلور ته د اطلاعات سلاحكارې په …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره ثمر هارون بلور وليدل
پېښور ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د خېبر پښتونخوا د اطلاعات او اولسي اړيكو مشاورې هارون بلور په ګورنر هاؤس كښې وليدل۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په دې مهال د صوبې په مجموعي سياسي وضعه او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ثمر هارون بلور ته د اطلاعات سلاحكارې په توګه د نوو ذمه وارو په سنبهالولو مباركي وركړه۔ ګورنر ووئيل د صوبې د اطلاعات سلاكارې له به د صوبې مثبت تشخص او سافټ امېج رامخې ته كولو كښې مؤثر كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د كرپشن خلاف په زيرو ټالرنس پالېسۍ به سختۍ سره عملدرآمد كولې شي










