د ریاض الجنه زیارت لپاره  نوې اجازت نامه به  365 ورځې پس جاري كېدې شي ،د حج و عمرہ وزارت

ریاض۔12اکتوبر  (اے پي پي) د سعودي عرب د حج و عمرہ وزارت وئېلي دي  مسجد نبوي ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره  نوې اجازت نامه به د تېرې اجازت نامې نه    365 ورځې پس  جاري كېدې شي۔ د العربیه اردو  تر مخه   وزارت تېره ورځ  مسجد نبوي  ۖ ، مدینه منورہ كښې  د ریاض الجنه زیارت لپاره  د نوې اجازت نامې جاري کولو شرط مقرر کړے دے …

ریاض۔12اکتوبر  (اے پي پي) د سعودي عرب د حج و عمرہ وزارت وئېلي دي  مسجد نبوي ، مدینه منورہ كښې د ریاض الجنه زیارت لپاره  نوې اجازت نامه به د تېرې اجازت نامې نه    365 ورځې پس  جاري كېدې شي۔ د العربیه اردو  تر مخه   وزارت تېره ورځ  مسجد نبوي  ۖ ، مدینه منورہ كښې  د ریاض الجنه زیارت لپاره  د نوې اجازت نامې جاري کولو شرط مقرر کړے دے  جې د تېرې اجازې نه پس  365 ورځې تېرې شوي وي ۔ وزارت سپيناوے كړے دے چې دا موده د تر سره كېدو نه پس  د مستفید كېدونكو د  اهلیت او  په ’’نسک‘‘ ایپ د شته  وختونو تر مخه  به اجازت نامه وركولې شي ۔ د سعودي د حج و عمرہ وزارت وضاحت کړے دے  چې  د مسجد نبوي ۖ   سره نزدې شته  زائرین د شته  اوقات  تر مخه   د ریاض الجنه  زیارت لپاره  د اجازت نامې  تر لاسه كولو په غرض سره  د  ’’ سمدستي بکنګ‘‘  سهولت نه ګټه پورته كولې شي ۔ د دې آسانيو د لارې ریاض الجنه كښې  د زائرین  داخله منظم كولو او د زیارت وختونو انتظام  له به مرسته تر لاسه شي ۔ ریاض الجنه په مسجد نبوي ۖ  كښې حجرہ  مبارک او  منبرِ رسول  ۖ  تر مينځه  ځائے دے ۔ د ریاض الجنه  زمكه نزدې 330 مربع میټر ده، د كومې اوږد والے چې 22 میټر او  پلن والے 15 میټر دے۔

 

مزید خبریں