رياض۔ 2 جولائي (اے پي پي) عرب كلتور خپله پراخه لساني ورثه په ډېره خوارۍ او مشقت سره خوندي ساتلې ده چې پكښې د اوښ د ژوند د هرې برخې يا عمر لپاره د ټكو يوه لويه زخيره موجود ده ٬ د اوښ د زېږېدنې نه تر بوډا توبه پورې عمر بيانولو لپاره په عربۍ ژبه كښې نه يوازې د موقع ټكې موجود وي بلكې په صحرا كښې د مېشته …
اوښ د عرب كلتور مهمه برخه٬ د اوښ د عمر هرې برخې لپاره د الفاظو لويه پانګه موجود ده
رياض۔ 2 جولائي (اے پي پي) عرب كلتور خپله پراخه لساني ورثه په ډېره خوارۍ او مشقت سره خوندي ساتلې ده چې پكښې د اوښ د ژوند د هرې برخې يا عمر لپاره د ټكو يوه لويه زخيره موجود ده ٬ د اوښ د زېږېدنې نه تر بوډا توبه پورې عمر بيانولو لپاره په عربۍ ژبه كښې نه يوازې د موقع ټكې موجود وي بلكې په صحرا كښې د مېشته خلقو او د هغوي د اوښانو تر مينځه چې كوم تعلق جوړ دے په عربۍ كښې د هغې هم عكاسي كېږي۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ تر مخه اوښ په دې مهم نه دے چې دا تر ډېره وخته په سختو حالاتو كښې د ژوندو كولو صلاحيت لري بلكې د دې نه زيات دا د عرب تهذيب تر ټولو افضل علامت دے كوم چې د زرګونو كالو نه د راروان كلتوري روايات هم مظهر دے ۔كه په تاريخي اعتبار سره وكتلې شي نو د اوښانو په مقابل كښې كوم بل ځناور دومره صلاحيتونه نه لري ۔ د غېر معمولي خصوصيات وړ اوښ د هغې اوبو اوهوا تر مخه هم د خپلې بقا لوازمات پكار راوستلې شي كوم چې د بل كوم ځناور لپاره ممكن نه وي٬ ځكه چې دا د تندې زغملو ډېر صلاحيت لري او دا په هغه لارو تېرېدو څخه هم خپل منزل ته رسېدې شي كومې چې ډېرې سختې وي ۔ په حياتياتي توګه د اوښ په شكل كښې څرګندېدونكې كرشمه په وړومبو زمانو كښې د مزل لپاره ضروري ګڼلې شوه ٬ په ډېرې پراخه صحرا كښې اوښ نه يوازې د كاروانونو د لارې د تجارت مهمه زريعه وه بلكې د سختو سيمو لپاره د اوښې شوده ٬ غوښه ٬ څرمن او وړې هم ډېره ګتوره وه ۔ د زغم قوت لپاره مشهور اوښ د وزن سره په يوه ورځ كښې نزدې 60 كلوميټره مزل كولې شي او دغسې د جديدو اسانيو راتللو نه وړاندې هم اوښ د لرې مزل او تجارت لويه زريعه وه۔قبائلې عربو به په خپلو اوښانو نخښه جوړوله او د اوښ په څرمن خاص علامات نه يوازې د هغه د ملكيت درك وركوي بلكه د اوښ د شجرې په اړه هم معلومات وركوي۔ نن هم اوښ د اصليت ٬ صبر او فياضۍ نوموړے علامت دے ۔ د اوښ د نازك او وړوكې بچي ٬٬ الخوار ٬٬ نه واخله تر “الكبره” چې د ځوانې اوښې لپاره كارولې كېږي پورې او د الهرش (غټ اوښ) نه الفاطر (اوښې) پورې د ټكو لويه ذخيره موجود ده۔








