اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ايسټر خوشحالو په موقع ټوله نړۍ كښې مېشته مسيحي ورورولۍ له مبارکي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې خپل يو پيغام د سېنېټ چيئرمين ووئيل ايسټر د مسيحي ورورولۍ لپاره د روحاني تجديد، اميد او ميني عظيم تهوار دے، په دې موقع د خصوصي …
د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ايسټر خوشحالو په موقع ټوله نړۍ كښې مېشته مسيحي ورورولۍ له مبارکي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې خپل يو پيغام د سېنېټ چيئرمين ووئيل ايسټر د مسيحي ورورولۍ لپاره د روحاني تجديد، اميد او ميني عظيم تهوار دے، په دې موقع د خصوصي عبادات او دعاګانو دستوري كيږي۔ده ووئيل دا موقع نه يواځې د روحاني تړون قوي كولو ذريعه ده بلكه ټولنه كښې د ميني ، روادارۍ او ورورولۍ ودي هم پيغام وركوي۔سيد يوسف رضا ګيلاني په مسيحي ورورولۍ زور راوړو چې خپلو خصوصي عبادات كښې د پاکستان سلامتيا، امن، استحکام او سوكالۍ لپاره دعاګاني وكړي او دې سره سره د خپلو مذهبي اجتماعاتو د لارې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ، برداشت او اخوت پيغام عام کړي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده او خپل د عبادت ځايونو كښې غير د څه ويري ترهې خپل مذهبي رسومات ترسره كوي۔د سېنېټ چيئرمين ووئيل آئينِ پاکستان د اقليتونو د حقونو ضامن دے او په دې لړ كښې مؤثره قانون سازي هم شوي۔ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټۍ عمر له د اقليتونو د حقونو تحفظ او د هغوي غږ په ښه ډول رامخې ته كولو له كردار ترسره كړې۔ پارليمنټ كښې جوړي بيلو کمېټيو د لارې اقليتونو ته پېښو مسئلو حل لپاره سنجيده او مؤثره اقدامات کيږي۔د خپل پيغام په آخر كښې د سېنېټ چيئرمين يو ځل بيا ټوله نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مبارکي وركولو سره هغوي لپاره د امن، خوشحالۍ او کاميابۍ دعا هم وكړه۔











