اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ ،اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت مارکيټ كښې نظم و ضبط، شفافيت او اولس له ريليف وركولو لپاره لوظي دے،بيعو كښې استحکام يواځې يو معاشي ترجيح نه بلکه دا د اولس سره زمونږ لوظي دے۔د منصوبه بندۍ وزارت له مخې وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې اوسنۍ اضافې …
حکومت مارکيټ كښې نظم و ضبط، شفافيت او اولس له ريليف وركولو لپاره لوظي دے۔پروفيسر احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ ،اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت مارکيټ كښې نظم و ضبط، شفافيت او اولس له ريليف وركولو لپاره لوظي دے،بيعو كښې استحکام يواځې يو معاشي ترجيح نه بلکه دا د اولس سره زمونږ لوظي دے۔د منصوبه بندۍ وزارت له مخې وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې اوسنۍ اضافې په تناظر كښې قومي پرائس مانيټرنګ کمېټۍ يوه مهمه غونډه رابللي شوي وه چې مقصد ئې اولس له د غير ضروري مالي دباؤ څخه تحفظ وركولو لپاره مؤثره او د پريكړې وړ اقدامات باوري كول،په غونډه كښې د ژوند روزمره ټول عوامل پشمول بنيادي ضروري څيزونو نه تر ټرانسپورټ کرايو كوټلې جاج اخستلې شوے او په اړه اړوندو ادارو ته واضحه، په وخت او د عمل وړ هدايات جاري کړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل ذخيره اندوزي او ناجائز ګټي په ضد په زيرو ټالرنس پاليسۍ په سختۍ سره عملدرآمد كيږي۔ده ووئيل د يوريا سري قاچاق په ضد سمدستي او مؤثره کريك ډاؤن هم باوري كيږي۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل اوونيز مانيټرنګ سسټم ترمخه د هري جمعي په ورځ د اين پي ايم سي غونډه كيږي۔











