د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق مسيحي ورورولۍ له د ايسټر په موقع مبارکي

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د مسيحي ورورولۍ پارلماني غړو سره سره په پاکستان كښې مېشته ټولي مسيحي ورورولۍ له د ايسټر په موقع مبارکي وركړې ده۔د سپيکر ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر اياز صادق ووئيل ايسټر د ميني ، اميد او امن عالمګير پيغام وركوي۔ده ووئيل په پاکستان كښې مېشته مسيحي ورورولي د هېواد پرمختګ …

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د مسيحي ورورولۍ پارلماني غړو سره سره په پاکستان كښې مېشته ټولي مسيحي ورورولۍ له د ايسټر په موقع مبارکي وركړې ده۔د سپيکر ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر اياز صادق ووئيل ايسټر د ميني ، اميد او امن عالمګير پيغام وركوي۔ده ووئيل په پاکستان كښې مېشته مسيحي ورورولي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔اياز صادق زور راوړو چې مذهبي تهوار شريكي همغږۍ،شريك احترام او ورورولۍ ته ودې وركولو مهمه ذريعه ده۔ده ووئيل ايسټر د قربانۍ، بخښني او انسانيت خدمت اقدار ښائي او دا چې ټول مذهبونه امن، روادارۍ او خپلو كښې يو كيدو تلقين کوي۔سردار اياز صادق واضحه كړه پاکستان كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ آئيني او قومي ذمه واري دهده يو ځل بيا باور وركړو چې د پاکستان پارليمنټ ټولو وګړو له د برابر حقونو او موقعو وركولو له لوظي دے۔د قائدِ اعظم د ويژن حواله وركولو سره ده ووئيل پاکستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده او د قوم لازمي برخه ده۔ده تاکيد وكړو چې قامي اتحاد، همغږي او شريك احترام د كوټلي پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دې۔سردار اياز صادق ټول قوم ته اپيل وكړو چې د ميني ، يووالي او همغږۍ مظاهره وكړي۔ده د ټولو څخه غوښتنه وكړه چې په ګډه د يو امناكه ، سوكاله او كوټلي ټولني تعمير لپاره هڅي وكړي۔د قامي اسمبلۍ سپيکر پاکستان او ټوله نړۍ كښې د امن، استحکام او سوكالۍ دعا اوكړه۔