لاهور 04 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د تيلو بحران دے،د حکومت په وخت اقدامات سره هېواد كښې د تيلو كمې نه دې راپيدا شوې، پبلك او ګډز ټرانسپورټ ته سبسډی ترلاسه كيدو سره به اولس ته نور هم ریلیف ترلاسه شي ، تاریخ كښې په نړيواله كچه د تيلو بيعه دومره نه ده زياته شوي، …
په ګره نړۍ كښې د تيلو بحران دے،د حکومت په وخت اقدامات سره هېواد كښې د تيلو كمې نه دې راپيدا شوې، پبلك او ګډز ټرانسپورټ ته سبسډی ترلاسه كيدو سره به اولس ته نور ریلیف هم ترلاسه شي۔عطاء اللہ تارړ
لاهور 04 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا اللہ تارړ وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د تيلو بحران دے،د حکومت په وخت اقدامات سره هېواد كښې د تيلو كمې نه دې راپيدا شوې، پبلك او ګډز ټرانسپورټ ته سبسډی ترلاسه كيدو سره به اولس ته نور هم ریلیف ترلاسه شي ، تاریخ كښې په نړيواله كچه د تيلو بيعه دومره نه ده زياته شوي، وزیراعظم د اولسي ريليف لپاره په پیټرول لیوی كښې 80 روپۍ كمې كړې،په کفایت شعارۍ وزیراعظم هره ورځ د وزارتونو څخه رپورټ غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د ماحولیاتی بدلون وفاقی وزیر ډاکټر مصدق ملك سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقی وزیر ووئيل د تیل بحران د نړيوالي كچي دے چې له امله ئې ټول هېوادونه ځپلې كيږي دغسې د وزیراعظم په سپارښتنه اړوندو وزارتونو ابتدائی پړاؤ كښې وړاندې څخه اقدامات کولو سره هېواد كښې د پیټرولیم مصنوعات غير د تعطل وركول باوري كړي۔ده ووئيل وزیراعظم د تاؤ ترېښوالي په پېل واضحه سپارښتنه كړي چې په هيڅ صورت كښې د هېواد كروندګر٬ نوکر پیشه كسان،ميرمني او هغه ځوانان كوم چې د خپلو كورنيو ضروریات پوره كولو له حلال رزق ګټي،بايد د تيلو كمي سره مخ نه شي۔ده ووئيل ټوله منطقه كښې د پیټرولیم مصنوعات كمې رامخې ته شوې دغسې ختيز ګاونډي هېواد كښې په پیټرول پمپس اوږده قطارونه لګيدلي او د تيلو شته والې ځپلې شوي دغسې حکومت پاکستان په وخت د تګلاري ترمخه اولس لپاره د پیټرول او ډیزل وركولو بندوبست کړې۔د آختر په ورځو كښې د هېواد په بندر ځايونو د بحري بيړو د راتګ مناظر په سوشل میډیا ليدلې شوي،بيلو ذريعو څخه پیټرولیم مصنوعات راغوښتلې شوي،دوه بيړۍ د آبنائے هرمز د لارې رارسيدلې دغسې د ریډ سی په لاره هم انتظامات شوي۔ده ووئيل متحدہ عرب امارات فجیرہ او سعودی عرب پشمول چرته چې ممكن وه اولسي ضرورت تر نظر ساتلو سره د تيلو شته والې باوري شوې۔ده ووئيل وزیراعظم په وخت نوټس واخست چې له امله ئې هېواد كښې چرته هم د تيلو كمې رامخې ته نه شو۔ده ووئيل د جنګ له امله سپلائی لائنز متاثره شوې چې ورسره نړيواله منډۍ كښې بيعو كښې زياتوالې شوې او په نړيواله كچه بيعي تر غیر معمولی حد زياتي شوي۔ ده ووئيل د پیټرولیم مصنوعات استعمال كښې زيات احتیاط ته اړتيا ده،يواځې د ضرورت له مخې بايد تيل استعمال كړې شي۔ده ووئيل د سبسډی په شا وزیراعظم او د هغه د ډلي پرله پسې محنت شامل وو۔په دې اړه شپه ورځ كار كولو سره كوټلي تګلاره مرتب کړې شوي۔ده ووئيل په دې مهال كله چې ټوله نړۍ كښې او منطقه كښې اولس د پیټرول کمي سره مخ وو، وزیراعظم د درې اوونو په مهال د پیټرولیم مصنوعات بيعو بوجھ په اولس نه دې اچولې۔ده ووئيل حکومت د بچت او کفایت شعارۍ اقدامات سره 129 اربه روپو انتظام کړې او تر درې اوونۍ د پیټرول بيعي نه دي زياتي شوي۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم د پیټرول استعمال كښې د كمي كولو سپارښتنه كړي، په سرکاری كچه 50 فیصده پیټرول بچت او غیر ضروری ګاړو استعمال كښې كمې شوې،د وزيرانو او صلاحكارو تنخاګانو پشمول پرمختيائي منصوبو څخه هم فنډز وېستلے شوي۔ده ووئيل وزیراعظم واضحه كړي چې د آختر په موقع اولس د اضافی بوجھ سره مخ نه كړې شي چې په نتيجه كښې ئې د آختر په ورځ وكښې بيعي مستحکمي وي او اولس له ریلیف وركړې شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل موجودہ حالات زمونږ پيدا شوې نه دي بلكه د نړۍ ټول هېوادونه دې صورتحال سره مخ دي۔ده ووئيل كله چې تاؤ ترېښوالې زيات شو نو په قومی سطح نیشنل رسپانس ته اړټيا ده، وزیراعظم د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيران، وزیراعظم آزاد کشمیر، چیف منسټر ګلګت بلتستان پشمول اړوند چارواكي راجكع كړل چرته چې په قومی سطح ردعمل ته اتفاق وشو۔ده ووئيل څومره چې هم ممکن وه ، حکومت بوجھ پورته كرې، صورتحال مخنيوي لپاره شريكي تګلاري اختيارولو ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیر ووئيل عمومی سبسډی په صورت كښې د مالدار كسان زياته ګټه پورته كوي،دې لپاره د ټارګټډ سبسډی نظام وضع کړېشوي دغسې چې ریلیف حقیقی مستحق طبقو ته ورسي۔ده ووئيل د پیټرولیم مصنوعات بيعو كښې زياتوالي سره ګډز او پبلك ټرانسپورټ کرائی زياتيږي خو حکومت په وخت اقدامات کولو سره اسلام آباد او پنجاب كښې د کرایانو اضافې مخنيوې كړې او اولس له ئې ریلیف وركولو لپاره پبلك ټرانسپورټ ويړيا كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د سندھ حکومت هم كرايو كښې د زياتوالي مخنيوي پريكړه وكړه۔ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف مشکل حالات كښې حوصله نه ده بيللي او واضحه كړې ئې ده چې تر څو اولس خپل ځان محفوظ نه وي ګڼلې تر هغې به آرام سره نه كېښنم۔ ده ووئيل وزیراعظم تر آخری وخت د پیټرولیم مصنوعات پرائسنګ په فارموله كار كولو او د دې عزم څرګندونه ئې كړي چې پیټرول بيعو كښې کمي لاره به راوېستلې شي۔ده ووئيل نیك نیتی او مسلسل محنت سره حل راوځي او لوے څښتن مرسته شامليږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د تيلو بيعه كښې اضافے نه پس وزیراعظم د پیټرولیم لیوی كښې 80 روپۍ کمې كړې چې په نتيجه كښې ئې پيټرول د 458 روپۍ يو ليټر څخه كميدو سره 378 روپۍ يو ليټر ته راغلي۔ ده ووئيل د صورتحال پرله پسې جاج اخستلې كيږي۔









