اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په يوه ورځنۍ دوره ميرپور ته لاړو۔په منګلا سيمه د مسلم ليګ (ن) کارمندانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير د رټھوعه هريام پل معائنے او بريفنګ لپاره دا دوره كوي۔انجينئر امير مقام ته به د راټھوه هريام پل په منصوبه تفصيلي بريفنګ وركولې شي۔وفاقي وزير به …
انجينئر امير مقام په يوه ورځنۍ دوره ميرپور ته لاړو
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په يوه ورځنۍ دوره ميرپور ته لاړو۔په منګلا سيمه د مسلم ليګ (ن) کارمندانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير د رټھوعه هريام پل معائنے او بريفنګ لپاره دا دوره كوي۔انجينئر امير مقام ته به د راټھوه هريام پل په منصوبه تفصيلي بريفنګ وركولې شي۔وفاقي وزير به په ميرپور كښې د مسلم ليګ (ن) ورکرز کنونشن كښې هم ګډون كوي۔امير مقام به د خپلي دورې په مهال د پرمختيائي پروژو د پيش رفت جاج اخلي۔د ميرپور انتظاميې د اړخه د وفاقي وزير دورے لپاره سکيورټي او انتظامات شوې ؤ۔رټھوعه هريام پل منصوبه د ميرپور مهم انفراسټرکچر ډويلپمنټ برخه ده۔ميرپور كښې به د (ن) ليګ ورکرز کنونشن ته وفاقي وزير وينا هم كوي۔وفاقي وزير به په ميرپور كښې د مسلم۔(ن) ځائې قيادت سره ملاقاتونه هم كوي۔وفاقي وزير انجنيئر امير مقام ته به د ميرپور اولسي مسئلو حل لپاره په اقدامات بريفنګ وركولې شي۔دې نه پس به وفاقي وزير د يو لاريون قيادت كوي۔









