د محروم طبقو حقونو لپاره د شهيد ذوالفقار علي بھټو هلې ځلې د نه هيرولو دي ۔ د سېنېټ چيئرمېن

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي شهيد ذوالفقار علي بھټو د 1973 متفقه آئين وركولو سره جمهوريت او اولسي حقونو له نوې اړخ وركړې،اولس ئې د طاقت سرچشمه جوړه كړې او جمهوري اقدار ته ئې وده وركړي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پخواني وزيرِاعظم شهيد ذوالفقار علي بھټو 47مي سالګې په موقع د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري …

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي شهيد ذوالفقار علي بھټو د 1973 متفقه آئين وركولو سره جمهوريت او اولسي حقونو له نوې اړخ وركړې،اولس ئې د طاقت سرچشمه جوړه كړې او جمهوري اقدار ته ئې وده وركړي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پخواني وزيرِاعظم شهيد ذوالفقار علي بھټو 47مي سالګې په موقع د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې خصوصي پيغام كښې وئيلي چې شهيد ذوالفقار علي بھټو عهد ساز او عوام دوست لارښود وو۔هغه جمهوري و دفاعي بنيادونه قوي كړي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بھټو شهيد د 1973 متفقه آئين وركولو سره جمهوريت او اولسي حقونو له نوې اړخ وركړې،بھټو شهيد اولس د طاقت سرچشمه جوړه كړي او جمهوري اقدار له ئې وده وركړي۔ده ووئيل د شهيد بھټو قيادت پاكستان د خودانحصارۍ او پرمختګ پلو روان كړې۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل ايټمي پروګرام بنياد اېښودل د بھټو شهيد تاريخي كارنامه ده چې ورسره قومي سلامتيا قوي شوي۔ده ووئيل د بھټو شهيد خارجه پاليسۍ پاكستان له په نړيواله كچه وقار لرونكې مقام وركړې۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل كروندګرو او محروم طبقو حقونو لپاره د ذوالفقار علي بھټو شهيد هلې ځلې د نه هيرولو دي۔ده ووئيل شهيدي بېنظير بھټو جمهوريت او د ميرمنو حقونو لپاره تاريخي كردار ترسره كړې۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل صدر مملكت آصف علي زرداري جمهوري روايات مستحكمولو او پارليماني نظام له وده وركړي۔ده ووئيل بلاول بھټو زرداري د ځوانانو قيادت په توګه جمهوري اقدار وده كښې متحرك دې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پيپلز ګوند د جمهوريت لپاره قربانۍ د هېواد د تاريخ روښانه باب دې،شهيد ذوالفقار علي بھټو په نظريات عمل د قوي ،سوكاله پاكستان ضمانت دې۔