اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهيد ذوالفقار علي بھټو سياسي خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه د آئين جوړولو او منظورولو كښې تعميري كردار ترسره كړي او جمهوريت كښې ئې اولسي طرز حكمرانۍ او اولسي بنيادي مسئلو حل لپاره د قدر وړ هڅې كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه ج اري شوې بيان له مخې د ذوالفقار علي …
شهيد ذوالفقار علي بھټو د آئين جوړولو او منظورولو كښې تعميري كردار ترسره كړې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهيد ذوالفقار علي بھټو سياسي خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه د آئين جوړولو او منظورولو كښې تعميري كردار ترسره كړي او جمهوريت كښې ئې اولسي طرز حكمرانۍ او اولسي بنيادي مسئلو حل لپاره د قدر وړ هڅې كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه ج اري شوې بيان له مخې د ذوالفقار علي بھټو د شهادت ورځ په موقع وزيراعظم په خپل پيغام كښې ووئيل زه په قامي او سياسي و آئيني خذمات ذوالفقار علي بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ذوالفقار علي بھټو د وزيراعظم په حيثيت سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ او قوي دفاع په تناظر كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔ آئين پاكستان 1973 جوړولو او منظورولو كښې ذوالفقار علي بھټو تعميري كردار ترسره كړې۔ وزير اعظم ووئيل ذوالفقار علي بھټو جمهوريت كښې اولسي طرز حكمرانۍ او اولسي بنيادي مسئلو حل لپاره د قدر وړ هڅې كړي۔د وزيراعظم په حيثيت سره ذوالفقار علي بھټو د پاكستان په نړيواله كچه نمائندګي كړي۔ ده د شهيد ذوالفقار علي بھټو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره ووئيل د هغه سياسي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔









