كوئټه 04 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د شهيدذوالفقار علي بھټو د 47مه برسۍ په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د شهيدذوالفقار علي بھټو يو زيرك، عوام دوست او تاريخي كردار لرونكې شخصيت وو،چا چې پاكستان ناقابلِ تسخير اتومي طاقت، آئيني، سياسي او معاشرتي بنيادونه قوي كړي او محروم طبقو له ئې د هغوي د حقونو او وقار تحفظ ته پام …
د بلوچستان وزير اعليٰ د شهيد ذوالفقار علي بھټو په برسۍ هغه ته پيرزوئني وړاندي كړي
كوئټه 04 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د شهيدذوالفقار علي بھټو د 47مه برسۍ په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د شهيدذوالفقار علي بھټو يو زيرك، عوام دوست او تاريخي كردار لرونكې شخصيت وو،چا چې پاكستان ناقابلِ تسخير اتومي طاقت، آئيني، سياسي او معاشرتي بنيادونه قوي كړي او محروم طبقو له ئې د هغوي د حقونو او وقار تحفظ ته پام لرنه كړي۔د بلوچستان وزير اعليٰ ووئيل نن د هېواد دفاع جوهري ټيكنالوجي په سوب ناقابل تسخير ده، د دې ابتدا قائدِ عوام ذوالفقار علي بھټو شهيد كړي۔ده ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو په آئيني توګه اولس قوي كړې او سياست ئې د اشرافيه څخه اولس له په لاس كښې وركړې۔د هغه په قيادت كښې اولس ته د ووټ طاقت ترلاسه شوې، قومي ادارے قوي شوي او د هېواد پاليسي جوړولو كښې د اولسي هيلو ترجماني باوري شوي۔مير سرفراز بګټي ووئيل شهيدذوالفقار علي بھټو د هېواد دفاع، ايټمي پروګرام او قومي خپلواكۍ لپاره تاريخي پريكړي كړي او د پاكستان نړيوال پوزيشن ئې مستحكم كړې۔د هغه وژنري قيادت نن هم د هېواد خارجه پاليسي، نړيوالو اړيكو او پرمختګ سمت رهنما اصول دې۔ده ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو اسلامي نړۍ يو موټې كولو،د فلسطين كاز حمايت او پرمختګ كونكو هېوادونو مرستي لپاره متوازن پليټ فارم جوړولو كښې تاريخي كردار ترسره كړې۔









