د هيواد په بيلو ښارونو كښې د زلزلې سخت جړقونه ، په ریکټر سکیل شدت 6.3 ریکارډ كړے شو

اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد او پېنډۍ په شمول د هېواد په بېلو ښارونو كښې د جمعې په ورځ دوه وارې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د موسمياتو محكمې له مخې په رېكټر سكېل د اولنۍ زلزلې جړقونو شدت 5.3 ريكارډ كړے شو كوم چې د پاكستان په شمول افغانستان ، تاجکستان او نورو پېوستو هېوادونو كښې محسوس كړې شول۔ د دويمې زلزلې شدت 6.3 …

اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد او پېنډۍ په شمول د هېواد په بېلو ښارونو كښې د جمعې په ورځ دوه وارې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د موسمياتو محكمې له مخې په رېكټر سكېل د اولنۍ زلزلې جړقونو شدت 5.3 ريكارډ كړے شو كوم چې د پاكستان په شمول افغانستان ، تاجکستان او نورو پېوستو هېوادونو كښې محسوس كړې شول۔ د دويمې زلزلې شدت 6.3 محسوس كړے شو۔ د زلزله پېما مركز له مخې د زلزلې مركز د افغانستان په هندوكش ريجن كښې 190کلومیټر ژور و۔ زلزله د پاكستان معياري وخت له مخې د شپې په 9:13 راغله۔ وګړي كورونو ، دفترونو تجارتي مركزونو څڅه د كلمه طيبې ذكر سره لارو ته راووتل۔ د زلزلې دلاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع تر دے دمه نه ده ترلاسه شوې۔