استنبول۔12فروري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د او آئي سي هېوادونو تر مينځه د سيمه ايزو رابطو ودې لپاره د غیر متزلزل عزم څرګندونې سره وئېلي دي چې زميكې رابطې اوس يوازې يو انتخاب نه بلکې ناگزیر ضرورت دے ، اقتصادي او ډیجیټل رابطه د خوشحالۍ او استحکام بنیادي محرک ده ۔ ده د وہ او آئي سي د ټرانسپورټ وزيرانو کانفرنس ته مهم خطاب کولو ۔وفاقي …
اقتصادي او ډیجیټل رابطه د خوشحالۍ او استحکام بنیادي محرک ده ، عبدالعلیم خان

مزید خبریں
استنبول۔12فروري (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د او آئي سي هېوادونو تر مينځه د سيمه ايزو رابطو ودې لپاره د غیر متزلزل عزم څرګندونې سره وئېلي دي چې زميكې رابطې اوس يوازې يو انتخاب نه بلکې ناگزیر ضرورت دے ، اقتصادي او ډیجیټل رابطه د خوشحالۍ او استحکام بنیادي محرک ده ۔ ده د وہ او آئي سي د ټرانسپورټ وزيرانو کانفرنس ته مهم خطاب کولو ۔وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ترکیه د مثالي ترقۍ او د صدر رجب طیب ایردوان د قیادت ستائنې كولو سره ووئېل پاکستان د سوئېلې او مينځنۍ اسیا په سنګم د سيمه ايز تجارت قدرتي” ګیټ وے” دے، د سي پیک ټو تر مخه د او آئي سي هېوادونو لپاره د سرمایه کارۍ موقعې موجود دي ،مينځنۍ اسیاء د پاکستان بندرګاهونو سره تړلے كېدل ټرید او ټرانزټ كښې به د زياتوالي باعث شي۔ د مواصلات وفاقي وزیر د نړيوال ټرانزټ معیارات او د ډیجیټل ټریډ پلیټ فارمز رڼا اچولو سره ووئېل پاکستان كښې د ټي آئي آر آپریشنز كښې د تېر كال په مهال ښكاره زياتوالے راغلے ۔د تركيه د ټرانسپورت وزیر عبدالقادر اورالولو د پاکستان د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ګډون هر كلے وكړو ۔










