بنوں، نامعلومه وسله والو په ډزو كولو د مقامي امن کمیټۍ څلور غړي ووژل

پپښور ۔ 13 جنوري (اے پي پي) د بنوں د هوید تهاڼې په حدود كښې نامعلومه وسله والو په ډزو كولو د مقامي امن کمیټۍ څلور غړي ووژل۔ پولیس تر مخه د ډزو دا پیښه په مزنګه چوک سره نزدې رامخې ته شوه چرته چې په ګاډي كښې ناست پلار زوي پشمول 4 كسان وژل شول او بريد كوونكې په تیښته لاړل ۔ د پیښې نه پس د پولیس نفري …

پپښور ۔ 13 جنوري (اے پي پي) د بنوں د هوید تهاڼې په حدود كښې نامعلومه وسله والو په ډزو كولو د مقامي امن کمیټۍ څلور غړي ووژل۔ پولیس تر مخه د ډزو دا پیښه په مزنګه چوک سره نزدې رامخې ته شوه چرته چې په ګاډي كښې ناست پلار زوي پشمول 4 كسان وژل شول او بريد كوونكې په تیښته لاړل ۔ د پیښې نه پس د پولیس نفري د پیښې ځائے ته ورسېدله او پلټنې يې پېل كړې ۔ د حق رسېدونكو مړي د پوسټ مارټم لپاره په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړې شوي ۔ مقامي انتظامیه په سيمه كښې امنيت لا سخت کړے دے او پولیس په سيمه كښې سرچ آپریشن پېل كړے دے ٬ دغسې چې بريد كوونكې زر تر زره ګرفتار کړے شي ۔

مزید خبریں